افغانستانخبرونه

افغانستان کې په تېر یوه کال کې ۴۵۵ کسانو ته په ماین چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د سره صلیب نړیوالې کمېټه وایې، چې په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو په ۲۳۴ پېښو کې ۴۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یادې ادارې د خپل یو کلن راپور په خپرولو سره ویلي، چې د یادو قربانیانوپه ډله کې له نیمایي زیات یې ماشومان او تنکي ځوانان دي.

د سره صلیب کمېټې د ماین چاودنو پرمهال د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې د معلولو وګړو سره به د دوی همکاري دوام ولري.

 سور صلیب چې په افغانستان کې د څو لسیزو را په دې خوا د ماینونو او چاودېدونکو توکو ټپیانو او معلول شویو وګړو ته خدمتونه وړاندې کوي.