افغانستانخبرونه

جنوبي کوریا له افغانستان سره ۵ میليون ډالر مرسته وکړه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وايي، جنوبي کوريا په افغانستان کې د بې وزله خلکو سره د مرستې په موخه دغه سازمان ته ۵ ميليونه ډالر ورکړي دي.

یاد سازمان په يوه اعلامیه کې ويلي چې ټاکل شوې دا مرستې د روان ژمي له سړې څپې راتګ وړاندې په افغانستان کې بې وزله کورنيو ته ورسېږي.

د خوړو نړیوال سازمان وايي چې دا مرستې به د خوراکي توکو د وېش، په خوارځواکۍ اخته کسانو او بې وزله کورنیو باندې ووېشل شي.