افغانستانخبرونه

د افغانستان او پاکستان سوداګري نیم په نیمه کمه شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)

 د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ راکړه ورکړه ټيټې کچه نیمایي ته راښکته شوې.

د یادې خونې مسوولانو د سوداګرۍ د کموالي لامل د کابل او اسلام اباد تر منځ سیاسي ناندرۍ، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پوځي نښتې او نه اټکلېدونکي محدودیتونه يې عمده لاملونه بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت پر افغاني سوداګریزو توکو مالیه لوړې کړې، چې سوداګر یې له مالي زیان سره مخ کړي دي.