افغانستانخبرونه

ایران کې د ماین چاودنې پرمهال د ۸ افغانانو مرګ ژوبله

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)

یو شمیر سرچینو خبر ورکړی چې د ایران په سرحدي سیمه سیستان او بلوچستان ایالت کې د ماين چاودنې له امله پنځه افغان کډوال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د سرچینو په حواله یاده چاودنه نن د ایران سیستان او بلوچستان ایالت اړوند«سراوان»سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې افغان کډوال پر قاچاقي لار ایران ته اوښتل.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د ایران حکومت د دغه هېواد په پوله کې د ناقانونه افغان کډوالو د ورتګ د مخنیوي په موخه ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو پر وړاندې قوانین سخت کړي او دغه راز ایراني چارواکو ګواښ کړی، چې روان کال به نږدې دوه میلیونه غیر قانوني افغان کډوال له دغه هیواده وباسي.