افغانستانخبرونه

 ترافیکي پېښې: په درېیو ولایتونو کې ۷ مړه او ۱۸ ژوبل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د ميدان‌وردګ، فارياب او غزني ولايتونو په بېلابېلو سیمو کې د څلورو ترافيکي پېښو پرمهال ۷ کسان مړه او ١٨ نور ټپيان شوي دي.

د میدان وردګ ولایت د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د کابل-کندهار پر لويه لار د دغه ولايت د قره‌باغ او سېداباد ولسواليو په مربوطاتو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله د دوو ماشومانو په ګډون پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د یادې ترافیکي پېښې پرمهال ۹ نور کسان ژوبل شوي هم دي.

بلخوا په فاریاب ولایت کې طالب چارواکو خبر ورکړی چې، د دغه ولايت په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې پرمهال یو کس مړه شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د غزني ولایت مرکز ته څېرمه هم د کاسټر او بابروړونکي موټرو د ټکر له کبله درې کسان ټپیان شوي دي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او نور لاملونه بلل کیږي.