افغانستانخبرونه

 کډوالو وزارت: په تېرو درېیو میاشتو له ۲۴ زره کورنیو سره مرسته کړې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو تر ولکې لاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې له نږدې ۲۴ زره اړمنو کورنیو سره مرسته کړې ده.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روان کال په تېرو درېیو میاشتو کې د ننګرهار، تخار، سرپل، فاریاب، غور، پکتیکا، روزګان، بلخ، کندز، میدان وردګ، جوزجان، کابل، بغلان، فراه، غزني، سمنګان، لغمان، بادغیس، بدخشان، پروان، کاپیسا، پکتیا، هلمند، خوست، دایکنډي، کونړ، نورستان او نيمروز کې ۲۳ زره او ۵۴۲ بېځایه شویو، راستنو شویو، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو، بې وزلو، معیوبو، اړمنو او مستحقو کورنیو سره مرستې شوې دي.

 د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یادو مرستو کې خوراکي، نغدي او روغتیایي کڅوړې، جامې، خيمې، د اوبو ټانکرونه، ودانیز او د پخلنځي وسايل او د شیدو وزې شاملې وې.

دا په داسې حال کې ده په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ تر بل هر وخت چټکه شوې ده.