کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په برتانیا کې د جرمونو د مخنيوي ادارې خبرداری ورکړی چې درې افغان وګړي يې په دغه هېواد کې د انسانانو د قاچاق کولو په تور نيولي دي.
پر دغو کسانو تور دی چې له ترکیې، ایران او بالکان څخه يې اروپايي هېوادونو ته انسان په قاچاقي ډول وړل.
دغو کسانو باندې دغه راز پر څو تنکيو ځوانانو باندې د جنسي تیري او له هغوی څخه د باج اخېستو تور هم لګېدلی دی.
د برتانیا د جرمونو د مخنيوي ملي اداره وايي، دغه درې کسان د انساني قاچاق د يو بانډ/ډلې غړي دي چې زرګونه کډوال يې فرانسې او بلجیم ته راوستي او بیا يې له هغه ځایه په وړو کښتيو کې برتانیا ته لېږدولي دي.
د دغو کسانو نومونه او عمرونه ۲۴ کلن زیارمل خان، ۲۰ کلن ذیشان بنګښ او ۲۳ کلن سیف الرحمن ښودل شوي چې د ډیسمبر له شپږمې تر ۳۰مې نېټې پورې په برتانیا کې نيول شوي دي.