کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړۍوال سازمان يو عالي کمېشنر فولکر ترک نيوکه کوي چې طالبانو د ښځو پر وړاندې ناسمه پاليسي خپله کړې چې دغه هېواد د وروسته تګ خواته بیايي.
هغه د طالبانو د هغې وروستۍ پرېکړې ته چې په غیر دولتي سازمانونو کې يې د ښځو پر کار بشپړ بنديز ولګاوه دغې چارې ته په اشارې سره وايي چې طالبان په بشپړه ډول په غلطه لار روان دي.
نوموړي ويلي د طالبانو د اقتصاد وزارت په دغه هېواد کې ټولو بهرنيو او ملي موسسو او سازمانونو ته ويلي که د په خپلو دفترونو کې د ښځو کار نه بندوي خپل دفترونه دې بند کړي.
ترک ويلي په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعيت ډېر خراب دی او له نيمايي ډېر افغانان د فقر تر لاندې کچې ژوند کوي چې همدغو موسساتو او سازمانونو يې ژوند کې يو حرکت راوستی که دا بند شي نو له نیمايي ډېر افغانان به له سختې ولګې سره مخ شي.