کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په غزه کې د نوي کال لومړۍ ورځ هم د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بمباريو پيل شوې او راپورونه وايي چې شاوخوا ۱۷ فلسطيني وګړي وژل شوي دي.
د فلسطين يو خبري اژانس (وفا) په خپل راپور کې ويلي چې اسرائیلي ځواکونو نن د غزې په منځۍ او شمالي سیمو کې څو ځايونه چې ملکی وګړي په کې اوسېدل بمبار کړي دي.
فلسطيني چارواکي او د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې په غزه کې د ژوند کولو او خوندي پاتې کېدو لپاره هېڅ روغ ځای نه دی پاتې او ملکي وګړي ۲۴ ساعته تر ګواښ لاندې ژوند کوي.