افغانستانخبرونه

طالبان: هر کال شاوخوا يو ميليارد افغانۍ د روږدو په درملنه مصرفوو

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ادارې مسوولین وايي، هر کال په هېواد کې د روږدو کسانو په درملنه باندې نږدې يو ميليارد افغانۍ مصرفوي.

د دغه وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معین عبدالحق اخوند همکار چې نن يې په کابل کې يوې غونډې ته خبرې کولې دا څرګندونې کړې دي.

دغه غونډه د کابل د روږدو کسانو د درملنې په ستر مرکز کې د قرانکریم د تجوید او قرائت له زده کړو څخه د روږدو کسانو د فراغت په مناسبت جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معین وويل: «تاسو خبر یاست چې هر کال «اسلامي امارت» د روږدو کسانو په درملنه باندې نږدې يو میلیارد افغانۍ له ملي بودیجې څخه مصرفوي.»

له هغې ورځې چې طالبانو يو ځل بیا په افغانستان ولکه ټینګه کړې د روږدو کسانو د درملنې په نوم يې مرکزونه ډېر کړي او داسې ويل کېږي چې په همدې نوم باندې له نړيوالې ټولنې او په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان او د نشه يي توکو پر ضد سازمانونو څخه په لوړ رقم بودیجه تر لاسه کوي.