کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د اروپا جرمني هېواد په بېلا بېلو سیمو کې تیره شپه د نوي کال د نمانځنې په موخه د اور لوبو له امله ۵ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه امنیتي منسوبین ټپیان شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ د یوه تن ټپي حالات هم نازک ښودل شوی دی.
د جرمني پولیس وايي، د جرمني په پلازمېنه برلین کې د اور لوبو او نورو سرغړونو له امله ۳۳۰ کسان نیولي.