خبرونهنړۍ

امریکا کې په خلکو د موټر ورخیږونې پېښه کې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې


کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د امریکا په نیو اورلینز ښار کې یو موټر چلوونکي د خلکو د ګڼې ګوڼې پر سیمه موټر ورخیږولی، چې په ترڅ کې لس تنه مړه او شاوخوا دیرش تنه نور ټپیان شوي.

د ښار د چارواکو په وینا، یو ګړندی موټر د نیو اورلینز په بوربن کوڅه کې په خلکو کې ودرېد.

پولیس وایي، دغه پېښه د نیو اورلینز ښار په بربن سیمه کې شوې ده.

امریکايي رسنیو د عیني شاهدانو له قوله ویلي، چې موټر چلوونکي د خلکو په ګڼې ګوڼې د موټر ورخیږولو وروسته موتر درولی او په پولیسو یې ډزې هم کړي.

د معلوماتو له مخې، په دغه ډزو کې دوه پولیس ټپيان هم تپیان شوي دي.

د امریکايي رسنیو په وینا، یاد کس هم د پولیسو په ځوابیه ډزو کې وژل شوې دی.

د یادونې وړده، هغه سیمه چې پېښه په کې شوې، خلک د نوي کال د جشن نمانځنې په موخه را ټول شوي وو.