کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه – ۱۴۰۳ لمريز)
سعودي عربستان د نشه یي توکو د قاچاق په جرم ۶ ایرانیان اعدام کړي دي.
د سعودي رسمي خبري اژانس د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي: دغه کسان یې د سعودي عربستان په په دمام ښار کې اعدام کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تورنو کسانو ته د یوې باصلاحیته محکمې له خوا د اعدام سزا اورول شوې وه او سترې محکمې هم دغه سزا تائید کړې وه، چې وروسته یې د اعدام حکم صادر شو.
په ورته وخت کې د ايران عام وګړي پر سعودي عربستان غوسه دي او له خپل دولت نه غواړي چې د ايراني اتباعو د مصئونيت مسووليت دې ادا او سعودي عربستان دې وپوښتي.
ايرانيان په ټولنيزو رسنيو کې د سعودي عربستان دغه کړنه وحشت بولي او غندلې يې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ايران پخپله هم تېر کال به ۷۰ زيات افغانان اعدام کړي او سعودي عربستان کې ۳۳۰ تورن کسان له تېغه تېر کړي، چې په کې تر سلو ډېر بهرنیان دي