کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه – ۱۴۰۳ لمريز)
په پاکستان کې د ناموسي وژنو له امله په ۲۰۲۴م کال کې ۳۴۶ ښځې وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې په دغه هېواد کې د ناموسي وژنو له امله ۳۴۶ ښځې وژل شوي دي.
د راپور له مخې، د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې په 2024 کې د ناموسي وژنې لا هم په ټول هیواد کې یوه جدي ستونزه وه او د دې جرمونو لوړه شمیره په ځانګړې توګه په سند او پنجاب ایالتونو کې ثبت شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې تیر۲۰۲۴م کال په پاکستان کې بېلا بېلو پېښو کې په ټولیز ډول شاوخوا درې زره کسان وژل شوي.