کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه – ۱۴۰۳ لمريز)
چارواکي وایي، بهر ته د قره قل پوستکې په صادراتو کې د پخوا په پرتله شپیته سلنه زیاتوالی راغلی.
د بلخ ولايت د صادراتو د پراختيا رياست مسوولين وايي، چې په روان کال کې تر ۸۶ زره ډېر د وزو پوستکي فنلنډ، ازبکستان، ترکمنستان او روسيې ته صادر کړي دي.
د دوی په خبره، د تېر کال په پرتله سږ کال د قره قل د پوستکي صادرات شپیته سلنه ډېر شوي دي.