کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه – ۱۴۰۳ لمريز)
امریکایي امنیتي منسوبینو د دغه هېواد په ورجینیا ایالت کې د یوه کور څخه د پلټنو پر مهال د بارودي موادو ډیپو کشف کړې، چې په تور یې یو کس هم نیول شوی دی.
د را پور له مخې؛ دغه عملیات د ډسمبر په میاشت کې د ویرجنیا ایالت په نورفولک سیمه کې د براد سپافور په نوم د یوه کور د پلټنې پر مهال ترسره شوي دي.
د دغه عملیاتو پر مهال د هغه له کور څخه ۱۵۰ پایپي بمونه، فیوزونه، د بم جوړولو وسایل او په زیات شمېر چاودیدونکې توکې موندل شوي.
دا شمیره د FBI په تاریخ کې د نیول شويو چاودیدونکو توکو ترټولو لوی مقدار بلل کیږي.
د یادونې وړده، چې د کور خاوند سپافورډ په دې کور کې له خپلې مېرمنې او دوو کوچنیو ماشومانو سره اوسېده.