ټیکنالوژي
ایلن ماسک د سټارلینک سره نښلول شوي ټلیفون جوړول نوی مرحلې ته رسولي.
کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د ټیسلا او سپیس کمپنۍ مشر ایلن ماسک ویلي، چې د سټارلینک سره د نښلول شوي مبایل جوړولو نوې مرحلې ته چمتو شوی دی.
د ایلون مسک سپوږمکۍ خدمت به د ځمکې هر ځای کې دې نوي جوړ شوي ای فون او انډریډ مبایلونو ته اجازه ورکړي، چې ترې ګټه واخلي.
دغه ګرځنده مبایلې به یواځې LTE-compatible افشن د فعالولو له لاري وکولاشي، چې انټرنیټ او نور غوره خدمات ترسره کړي.
د لویو برانډونو ګرځنده تلیفونونو سره د دې خدمت تجربې له وړاندې بریالۍ ثابتې شوي.
سټارلنک پلان لري چې دا نوی سپوږمکۍ تلیفون خدمت د سوداګریزې کڅوړې له مخې بازار ته هم وړاندې کړي.
دا چې کله به دغه ټلیفونونه بازار ته وړاندې شي، دقیقه نیټه یې نده ښودل شوې.