کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه – ۱۴۰۳ لمريز)
ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د داعش پر ضد په پراخو عملیاتو کې د دغه ډلې تر ۵۰۰ ډېر غړي او اړوند کسان نیولي دي.
د ترکیې «NTV» چینل د راپور له مخې؛ د ترکیې امنیتی ځواکونو د داعش په خلاف پراخه دولس ورځنیو عملیاتو کې، چې په ۵۷ سیمو کې یې ترسره کړل، ۵۳۶ تنه یې د داعش د غړو او له دغه ډلې سره د تړاو په تور نیولي.
دوی ندي ویلي، چې یاد کسان د کومو هېوادونو اړوند دي.