کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د خیبر پښتوخوا د کورمې سیمې سني او شیعه قبېلو د سولې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به دواړه ډلې وسلې ټولوي او شراچوونکو کسانو ته به ځآی نه ورکوي.
د را پورونو له مخې؛ په تیرو څو ورخو کې دواړو لورو د یو شمېر حکومتي او د کورمې سولې جرګې په ګډون سره پرلپسې ناستې ترسره کړې.
د دغه ناستو په ترڅ کې دوی بې ځایه شویو خلکو د بېرته ستنیدو، ځمکنیو شخړو حل، سړکونو امنیت، پخوانیو پرېکړو خوندیتوب، قومي دودونو پالل او په یو شمېر نورو مهمو مسایلو بحث او پرېکړې وکړې.
د دغه جرګې د پرېکړې له مخې؛ به د سولې کلیوالي کمیټه د سړکونو امنیت څاري، د ناوړه پېښو په ترڅ کې به قبایلي او دولتي قوانینو له مخې اقدامات ترسره کيږي او هغه کسان چې تشدد کوونکو ته پناه ورکړي، د قومي تړې او قانون له مخې به مجرم ګڼل کیږي.
د ګیډو، پیو، علیزیو، بالش خېل، ډندر، بوشهر، غوزګړي، نسیکوټ، سبج علیزي، شور سیمو د ځمکو شخړې به د ځمکو د ټاکلي کمیسیون له لارې اواریږي.
د دغه پرېکړې له مخې؛ د وسلو پر ازادانه ګرځولو او کارولو بشپړ بندیز لګول شوی.
په تړون کې د ټولنیزو اصلاحاتو لپاره هم تدابیر نیول شوي دي، چې په کې د زینبیون او سني سختدریځه ډلو په څېر پاروونکو ډلو پر فعالیتونو هم بندیزونه لګول شوي دي.
دغه راز به ټولنیزې رسنۍ هم څارل کېږي او د تشدد هڅوونکي کسان به د قانون له مخې مجازات کیږي.
دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک کیږي، چې کورمه ولسوالۍ په تېرو څو میاشتو کې د خونړیو پېښو او مرګونو شاهده وه.