کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۲مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د حکومت مخالفې وسله والې ډلې ازادۍ جبهې ویلي، چې له فعالیت څخه تر دې دمه مو په طالبانو ۳۴۸ بریدونه کړي، چې په ترڅ کې ۸۶۴ طالبان وژل شوي او ۸۹۴ نور ټپيان کړي دي.
د دغه جبهې د سیاسي کمیټې مشر داوود ناجي ویلي، د ازادۍ جبهې د کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کندهار، هرات، بغلان، بلخ، لغمان، فاریاب، کندوز، بدخشان او تخار په ګډون په ۱۳ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد هدفي عملیات کړي چې پر مهال یې درې مهم قوماندان هم وژلي دي.
هغه خبرداری ورکړی، چې په نوي ۲۰۲۵ کال کې به د طالبانو پر ضد پخپلو بریدونو کې زیاتوالی راولي.