کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۳مه – ۱۴۰۳ لمريز)
بريدګر ۴۲ کلن شمس الدين جبار نومېږي چې پوليسو يې له موټر نه د داعش بيرغ او وسله هم لاسته راوړې.
هغه د نوي کال پر لومړي سهار د خلکو په ګڼه ګوڼه خپل موټر وربرابر کړی او وروخېژاوه چې شاوخوا ۱۵ تنه يې ووژل او نږدې ۳۰ تنه نور يې ټپيان کړل.
له موټر درولو وروسته بريدګر پر پوليسو ډزې وکړې چې په ځوابي ډزو کې بريدګر هم ووژل شو.
د بي بي سي په يوه راپورکې د یوه پوځي ویاند له خولې ليکلي شمس الدین جبار د ۲۰۰۷ کال له مارچ میاشتې نیولې بیا د ۲۰۱۵ کال تر جنورۍ پورې د بشري سرچینو کارپوه او معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه په توګه د امریکا متحدو ایالتونو په پوځ کې دنده درلوده.
په همدې ترڅ کې نوموړی د ۲۰۰۹ له فبرورۍ بیا د ۲۰۱۰ کال تر جنورۍ پورې افغانستان ته هم استول شوی و.
د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ د ۲۰۲۰ کال تر جولای پورې بیا نوموړي د معلوماتي ټکنالوژۍ ماهر په توګه د احتیاط پوځي دنده ورکړل شوې وه.
شمس الدين جبار د غلا او تښتونې په نورو قضيو کې هم تورن و.
د يادونې وړ ده چې پر عامو خلکو د موټرخېژونې دوه پېښې تېره مياشت يوه په جرمني او بله په نيويارک هم رامنځته شوې وې چې مرګ ژوبله يې لرله.