راپورونه

د کابل په ګډون د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د واورې اورښت ننګونې رامنځته کړې دي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

په تېرو څو ورځو کې د هېواد بېلابېل ولايتونه د سختو واورو او بارانونو شاهدان وو. د افغانستان د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا په ۳۳ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو وړاندوینه کړې ده.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، له نيمروز ولايت پرته به د هېواد نور ولايتونه د واورې، باران او سختو بادونو شاهدان وي.

په مختلفو ځایونو کې د باران اندازه له 15 څخه تر 50 ملي مترو پورې او د واورې اندازه هم له 10 څخه تر 50 سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

په ورته وخت کې دغه ریاست د هېواد په ګرمو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو د خطر خبرداری ورکړی دی.

د تېرو ورځو د واورې ورېدو، همدارنګه د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې يو شمېر لويې او ټرانسپورتي لارې هم تړلې دي.

تېره ورځ د کابل – غور لویه لار د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.

تېر ماښام د ټولګټو وزارت د مرسته کوونکو ځواکونو له هڅو وروسته، د دغې لویې لارې د پرانیستلو خبر ورکړ.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د سالنګ لویې لارې په اړه هم ویلي وو چې، په دې سیمه کې د واورو له اورېدو سره سره، پر دې لویه لاره تګ راتګ په نوبتي ډول دوام لري.

نوموړي په بېلابېلو ولايتونو کې اورښتونو ته په اشارې سره ویلي چې د ټولګټو وزارت د لويو لارو په سختو برخو او سړکونو کې ښاريانو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره چمتو او حاضر دي.

حق شناس همدا راز له ښاریانو او موټر چلوونکو غوښتي چې پر لویو لارو د تېرېدو پر مهال، پر ژمنیو وسایلو او تجهیزاتو باندې له مجهز کېدو سربېره،  له پوره احتیاط څخه کار واخلي او ترافیکي قوانین هم مراعات کړي.

له دې سره،  دغو ورښتونو نن هم د کابل – باميانو لويه لاره وتړله.

د میدان وردګو امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه لویه لاره د دغه ولایت د جلریز ولسوالۍ د کوتل اوني په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

 د راپورونو له مخې، د ډايکنډي – يکاولنګ پر سړک هم ورته حالت شته او دغه لاره د واورې ورښت له امله تړل شوې ده.

د هېواد بېلابېل ولايتونه د جغرافيايي شرايطو له امله تل په ساړه موسم او د واورې په ورېدو سره، د خپلو ټرانسپورتي لارو د بندېدو شاهدان دي.

هغه لارې چې زياتره يې په غرنيو او سختو سيمو کې موقعيت لري او په بندېدو سره یې، له نورو ځايونو سره د دغو ولايتونو د نښلولو امکان هم پرې کېږي.