کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)
طالبانو د بدخشان په فیض اباد ښار او د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د شپې ګرځبندیز لګولی. طالبانو د دواړو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې له شرعي عذر پرته دې د شپې په کلیو او ښارونو کې له ګرځېدو ډډه وکړي.
د بادغیس په قادس ولسوالۍ او د بدخشان په فيض اباد ښار کې د وسله والو طالبانو دوه مکتوبونه رسنيو ته رسيدلي چې ښيي ددې ډلې سيمه ييزو چارواکو په دغو سيمو کې دشپې پر ګرځېدو بنديزونه لګولي دي .
د طالبانو د بادغیس د قادس ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ په یوه لیک کې امر کړی، چې د مرغومي له ۱۲مې د دې سیمو اوسیدونکي له « شرعي عذر پرته» د شپې له ۹ بجو وروسته په بازار او کلي کې د تګ راتګ حق نه لري.
د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د طالبانو درېیمې امنیتي حوزې په یوه مکتوب کې له خلکو غوښتي چې د شپې له لسو بجو وروسته له تګ راتګه ډډه وکړي.