کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په بغلان کې یې یو کس د «شرابپلورنې» په تور په دُرو وهلی دی.
نوموړې محکمې پنجشنبه د مرغومې پر ۱۳مه ویلي چې دا کس په یو کال او دوو میاشتو بند او ۳۹ دُرو محکوم شوی دی.
د رسنیو د یوه راپور په حواله، طالبانو په څه کم درېیو کالو کې ۷۱۵ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.