کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو يو مبلغ چې په جنرال مبین مشهور دی، یو ځل بیا د طالبانو پر مشرتابه نیوکې وکړې او هغه یې له ناکام حکومت سره تشبیه کړی او ويلي يې دي چې ناکام حکومت هغه مهال بندیزونه لګوي چې د حل لاره ورسره نه وي.
مبین د طالبانو مشرتابه ته په کنايوي خطاب کې وايي چې خلک له تاسو ډېر ستړي دي او په کومه ورځ چې د شته درزونو له امله دا چاودنه وشوه، هر څه به ستاسو له لاسه وتلي وي.
دغه طالب فعال وايي: د دین په خاطر له خلکو کرکه مه کوه، غرور مه کوه، کنه بیا به چیغې وهې، خو څوک به یې نه اوري.
په یوه بل ټویټ کې جنرال مبین په مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز په اړه د هبت الله اخوند پرېکړه غندي او وايي چې د ويسټ انډيز حکومت به هیڅوک نه بښي خو نن دومره مغرور شوي دي.
دلته خلک د لوږې له امله ډوډۍ نه تر لاسه کوي او ته پر مرستندویه موسسو بندیز لګوي.
هغه د طالبانو مشر هبت الله ته په اشاره وايي چې دا ملت به ستاسو په واسطه تباه شي.
د يادونې وړ ده چې په ټولنيزو رسنيو کې ځيني طالب فعالان چې پر خپل نظام يې زړه درد کوي او غواړي چې دوام پيدا کړي، وخت ناوخت د ملا هبة الله د پرېکړو په وړاندې غبرګون ښيي چې له امله يې ځيني دغه مبلغين بنديان شوي او توبې پرې ايستل شوي دي.