کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۵مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اپیکس کمېټې په غونډه کې ویلي، چې د پولې ها غاړې بریدونو ته یې غاښ ماتی ځواب ورکړ او بیا به یې هم ورکړي.
هغه که څه هم مستقیماٌ د افغانستان نوم وانخیست، خو زیاته یې کړه، د سرحد هغه غاړې اقداماتو ته مو غاښ ماتی ځواب ورکړی او په راتلوونکې کې به یې نور هم ورکړو، ځکه په وینا یې، د فتنې الخوارج مرکزونه چې هر چېرته وي، موږ ورپسې ورځو.
پاکستاني چارواکي په خپلو بيانونو کې د خوارج نوم د پاکستاني طالبانو تحريک ته کاروي.
هغه د اندېښنې په شکل وویل: د دښمنانو ملاتړي په پاکستان کې موجود دي او هڅه کوي، چې دغه هېواد ته د زیان رسولو دسیسې جوړې کړي.
د یادوني وړده، چې لس ورځې وړاندې پاکستان په پکتیکا او خوست کې بمبارۍ وکړې.