کابل ټيليګراف (د مرغومي ۱۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)
په تیونس هېواد کې د کډوالو د لیږد دوه کښتۍ ډوبې شوي، چې له امله یې د ماشومانو او میرمنو په ګډون ۲۷ تنه مړه شوي.
د را پورونو له مخې؛ دغه کښتۍد تیونس هېواد د سفکس ښار سره نږدې ډوبه شوې، چې په کې ۲۷ تنه مړه شوي، خو ۸۳ تنه نور ژوندي ژغورل شوي دي.
د تیونس ملي ځواکونو د معلوماتو له مخې؛ د پېښې له ځای څخه یې ۱۵ تنه ټپيان هم روغتون ته لیږدولي دي.
د یادونې وړده، چې د تیونس هېواد له لارې اکثریت افریقي وګړي په قاچاقي لارو اروپایي هېوادونو ته ځي، چې تیره میاشت هم ۳۰ تنه مړه شوي وو.