خبرونهنړۍ

چین کې له کرونا وروسته د HMPV نوم ویروس خپور شوی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

له کرونا ویروس پنځه کاله وروسته په چین هېواد کې دHuman Metapenovirus    یا  (HMPV) په نوم ویرویس په چټکۍ سره خپریدل پیل کړي.

د چین د دولتي رسنیو په وینا، ویروس د 14 کالو او کم عمره ماشومانو کې خپریږي، مګر دقیق شدت یې روښانه ندی.

دغه ویروس په لومړي ځل په 2000 کال کې څرګند شو، خو په شدت کې یې کوم لوی بدلون نه دی راغلی.

د امریکا متحده ایالاتونو کې هر کال په دغه ویرویس له پنځه کالونو کم عمره شاوخوا ۲۰ زره ماشومان اخته کیږي.

روغتیا پالو د دغه ویروس څخه د مخنیوي په موخه د کرونا سره د مبارزې په څېر د تدابیرو سپارښتنه کړې.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په نوي ویروس اخته کسانو کې د زکام او د کرونا په څیر نښې نښانې موندل شوي، خو د HMPV ویروس کې د تنفسې ناروغیو زیاتوالی زیات لیدل شوی دی.

دا یو له څلورو لوی ویروس انتاناتو څخه دی چې دا مهال په چین کې په روغتونونو کې خپریږي.