افغانستانخبرونه

نابینایانو د میاشتني حقوقو د لوړیدو او کاري فرصتونو برابریدو غوښتنه کړې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د افغانستان یو شمېر نابینایانو دوی ته د کاري فرصتونو د نشتوالي او د کمو میاشتني حقوقو د ورکړې څخه شکایت کړی او په دې برخه کې د سرپرست حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې.

د سلام وطندار د خبر له مخې؛ د نابینایانو د ټولنیزو خدماتو موسسې «SSOB» مشر احمدفرید عزیز چې سترګې یې لید نه‌لري، د نابینایانو لپاره د کاري فرصتونو نه‌شتون څخه شکایت کوي او وايي، د دغو معلولیت لرونکو میاشتني حقوق کم دي.

ده له سرپرست حکومته وغوښتل چې د نابینایانو د حقونو زیاتولو او ټولنه کې د هغوی فعاله حضور ته زمینه برابره کړي.

د تخنیکي او مسلیکي زده‌کړو ادارې مسوولان وايي، دامهال دامهال د نابینایانو لپاره د زده‌کړو ۲۰ ښوونځي فعاله دي چې په کې ۹۴۰ نارینه تر لېسې او ۴۰۰ نجونې تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړې کوي.

د یادونې وړده، چې د جنوري ۴مه ۲۰۱۸ کال کې د ملګروملتونو له لوري د برېل خط نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه او له هغې راهیسې دغه ورځ هرکال د برېل خطر ارزښت په اړه د پوهاوي ورکولو په موخه نمانځل کیږي.