کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د پولي واحدونو په وروستۍ نړیواله درجه بندۍ کې افغانۍ د نړۍ په درېیو باثباته اسعارو کې راغلې، خو د ایران تومن د نړۍ بې ارزښته اسعارو په توګه اعلان شوي.
د مالي چارو په اړه راپور ورکوونکې ادارې ‘بلومبرګ’ د راپور له مخې، د لبنان لیرا په ۲۰۲۴ کې د نړۍ د نورو هېوادنو د اسعارو په پرتله ارزښت له لاسه ورکړی او د ۸۳ سلنې څخه ډېرې کمې شوي، خو ایراني تومان بیا د نړۍ بې ارزښته اسعار پېژندل شوي.
ایتوپیا، نایجیریا، ارجنټاین، برازیل، روسیه، ګانا، مکسیکو او ترکیه هم د هغو هېوادونو په لېست کې دي چې د خپلو ملي اسعارو په ارزښت کې یې د پام وړ کموالی راغلی دی.