خبرونهنړۍ

پاکستان کې په یوه کور کې د ۵ ماشومانو مړي موندل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستان د پنجاب صوبې د ګجرات په شاه جهانګیر عمومي سړک په اوږدو کې په یوه کور کې د ۵ ماشومانو جسدونه موندل شوي، چې یو هلک او څلور نجونې دي.

د سیمې د ژغورنې اداره وایي، د یادو ماشومانو عمرونه د ۶ او ۱۳ کالونو ترمنځ دي، چې په کې څلور خویندې او یو د هغوی تره زوی شامل دی.

د ماشومانو مور ویلي، هغه روغتون ته تللې وه، چې د بېرته را ګرځیدو وروسته یې د کور ټول ماشومان بې هوښه و.

تر اوسه د یادې پېښې لامل ندی څرګند شوی.