کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د را پورونو له مخې؛ د کوزې پښتونخوا د پېښور تحصیل سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ د پخوانۍ دښمنۍ له امله ډزې شوي، چې له یوه لور څخه ۵ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
پولیسو ویلي، د پېښې مړه او ټپيان ټول د هغه لورې څخه دي، چې د یوه واده له مراسمو څخه را ستنیدل، چې د دویم لورې لخوا له برید سره مخ شول.
ویل کیږي، د پېښې د قربانیانو عمرونه د شل او ۵۰ کالونو ترمنځ دي.