خبرونهعجایبنړۍ

قزاقستان کې ۹۵ موټرې په يوه وار له یو بل سره ټکر شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په قزاقستان کې د سختې واورې د ورښت او خرابې هوا له امله ۹۵ موټرو په ډله ییز ډول سره جنګیدلي، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون شل تنه ټپيان شوي.

د را پورونو له مخې؛ دغه پېښه تیره ورځ د یاد هېواد په استانه ولایت  عمومي سړک باندې رامنځته شوې.

سیمه ییز چارواکي وایي، د پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او له لویې لارې څخه موتر هم لیرې کړای شوي دي.

ویل کیږي، په دغه ښار کې د واورې د اورښت له امله په نورو سیمو کې هم سړکونو باندې ترافیکي نظام له ستونزو سره مخ شوی دی.