خبرونهنړۍ

بایډن پر اسرائیلو د ۸ میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور سره هوکړه وکړه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د امریکا د بهرنيو چارو په وزارت کې ځينو سرچینو ويلي چې ولسمشر جوبايډن له هغې طرحې سره هوکړه کړې چې له مخې يې پر اسرائیلو باندې د خپل امنیت د ټينګښت لپاره د ۸ ميلیارد ډالرو په ارزښت وسلې پلورل کېږي.

په دغو وسلو کې د ۱۵۵ ملي متري توپ مرمۍ، د هوايي بریدونو د مخنيوي په ځانګړي توګه د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنيو وسلې او نور تجهیزات شامل دي.

د امریکا د بهرنيو چارو په وزارت کې يوې سرچینې د اسرائیل ټایمز رسنۍ ته تاييد کړې چې د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن پر اسرائیلو د ۸ میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅلاو هوکړه کړې ده.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه اعلامیه کې ويلي چې په دغو وسلو کې د ۱۵۵ملي متره توپ مرمۍ، لرې واټن وېشتونکي توغندي، د کوچنیو او لویو سرګلو لرونکي بمونه او نورې وسلې شامل دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د دغه هېواد کنګرې ته خبردارې ورکړی چې بایډن له دغه قرارداد سره موافقه کړې خو دا قرارداد د کنګرې هوکړې هم اړتیا لري.