افغانستانخبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان له لوري په افغانستان کې د ساري ناروغیو د مخینوي هڅې ګړندۍ شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د روغتیا نړیوال سازمان د یوې راپور په خپرولو سره ویلي، چې په تېر ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې یې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او همکارۍ، په ټول افغانستان کې ۳۴ د ساري ناروغیو د څارنې او درملنې کاري ډلې ځای پر ځای کړې دي.

راپور زیاتوي چې دغه کاري ډلې په ټول هېواد کې د ساري ناروغیو د پېژندلو، څېړلو او د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې کار کوي.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د هوا ککړتیا له کبله زیاتره هیوادوال په ساري او ځانګړي ډول د پوستکي په خارښت ناروغۍ اخته شوي دي.