کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال امنه محمد وايي چې د طالبانو له لوري پر ښځو بندیزونه دوام لري چې د دوی ژوند يې له ګواښ او ناهیلۍ سره مخ کړی دی.
خو هغې ټینګار کړی چې اسلام ښځو ته د زده کړو حق ورکړی او دا به د اسلام له نظره د افغان ښځو د زده کړو د حق تر لاسه کولو مبارزې ته دوام ورکړي.
امنه محمد دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه باندې لیکلي دي.
هغې زیاته کړې: «په افغانستان کې اوس هم د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کېږي، سږکال، د بندیزونو شمېر لا ډېرې شوې دي او دوی یې د عزت سره ژوند کولو څخه بې برخې کړي دي. موږ به تسلیم نه شو. په اسلام کې د دوی د حقونو څخه د دفاع لپاره زما ژمنتیا ثابته ده.»
بلخوا پر ټولنیزه شبکه اېکس باندې يو شمېر افغان ښځينه فعالانو د امنه محمد دغه څرګندونې غندلي او دا يې د طالبانو لپاره لابي ګري ياده کړې ده.