کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
عربي رسنۍ وایي، د تحریرالشام په مشرۍ د سوریې نوي واکمنان هڅه کوي، چې حکومت یې د نړیوالو لخوا په رسمیت وپېژندل شي.
د العربي الجدید ویب پاڼې درې عربو هېوادونو ته د سوریې د واکمنې ډلې د بهرنیو چارو د وزیر اسعد الشیباني راتلوونکی سفرونو په اړه لیکلي، د دمشق واکمنه ډله د ویرې د لمنځه وړلو او د ملاتړ تر لاسه کولو په موخه قطر، متحده عربي اماراتو او اردن ته سفر ترسره کوي.
دغه ویب پآڼې لیکلي، الشیباني لومړنی سفر سعودي عربستان ته ترسره کړ او دغه ډله هڅه کوي، چې تر ټولو لومړی د عربي هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.
د یادونې وړده، چې په وروستیو کې د عراق، سعودي او یو شمېر نورو عربي هېوادونو چارواکو هم سوریې ته سفر ترسره کړی.