کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
وروسته له هغې چې د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د اوربند هوکړه وشوه، خو له دې هوکړې را پدیخوا په تېرو ۴۰ ورځو کې اسرائیلو له دغه تړون څخه ۳۷۹ ځلې سرغړونه کړې.
د را پورونو له مخې؛ د دغه سرغړونو په ترڅ کې په ترسره شویو بریدونو کې ۳۲ لبناني وګړي وژل شوي او ۳۹ نور ټپيان شوي دي.
د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپتمبر له ۲۳ نیټې راهسې په لبنان د اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه ۴ زره او ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۶ زره ۶۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړده، چې د دغه بریدونو له امله یو میلیون او ۴ سوه زره کسان بې ځایه شوي هم دي.