کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د خیبر پښتونخوا د کرمې سیمې ټل ـ پاره چنار لویه لاره لا هم د ترافیکو او خلکو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.
وروسته له هغې چې کوهاټ کې د امن جرګه وشوه، تیره ورځ یادې سیمې ته د اتیا بار وړونکو موټرو په وسیله د خوراکي، درملو او ژمنیو توکو د لیږد چاره ترسره کېده، چې له سختو امنیتي تدابیرو سره د کورمې په بګن سیمه کې پرې برید وشو.
په دغه برید کې د کمېشنر مرستیال له شپږ نورو کسانو سره ټپيان او د یادو توکو لیږد مخه ونیول شوه.
د یادونې وړده، چې شاوخوا درې میاشتې کیږي، چې د ټل ـ پاره چنار لار د مسافرو او ترافیکو پرمخ تړل شوې، چې په سیمه کې خلکو د درملو، خوراکي او ژمنیو توکو د نشتوالي له امله د بحران سره مخامخ دي.