افغانستانخبرونه

طالبان: له ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو په لټه کې یو

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د سرپرست حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر وایي، له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو په هڅه کې یو.

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ له ای خانم بندر څخه لیدنه وکړه.

نوري د افغانستان او تاجکستان ښو اړیکو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې سرپرست حکومت هڅه کوي له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

نوموړي په داسې حال کې له ای خانم بندر څخه لیدنه کوي، چې ویلی کیږي، د یاد بندر په عواید کې په بې سارې کچه کموالی راغلی دی.