خبرونهنړۍ

پاکستان: د افغانستان په خاوره د عملیاتو حق لرو

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار وایي، دغه هېواد حق لري، چې د افغانستان په خاوره عملیات ترسره کړي.

د شهباز شریف سیاسي سلاکار رانا ثناءالله وایي، هېواد یې حق لري، چې د افغانستان په خاوره د پاکستان د طالبانو د تحریک په مرکزونو عملیات ترسره کړي.

هغه د پاکستان سما تلویزیون د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان به په افغانستان کې ځمکني عملیات وکړي، زیاته کړه، د ترهګرو پر ضد په پوځي عملیات  هم ترسره شي.

 د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا عملیات به د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ترسره شي او که نه، هغه وویل چې د پاکستان په خاوره کې د پوځي عملیاتو په اړه هیڅ شک نشته.

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار  وایي، د پولو له ها خوا غاړې د عملیاتو په اړه د نړیوالو قوانینو له مخې باید وویل شي چې که یو هېواد د بل هېواد له خاورې څخه د برید له ګواښ سره مخ وي، یا پرې برید وشي، نو دا هیواد حق لري چې هلته د خپل ځان د ساتنې لپاره عملیات وکړي.