کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په غزې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون ۶۵ فلسطینیان وژل شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د اسراییل لخوا د کمال عدوان روغتون د رییس توقیف او په غزه کې د روغتیا سکتور ویجاوړولو له امله په ډاګه کیږي، چې اسرائیل په غزه کې د نسل وژنې وروستي حد ته مخه کړې.
د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو په خان یونس کې د بې پیلوټه الوتکې په وسیله پر یوه موټر برید او د استوګنې پر سیمو یې بمبار ۍ کړي، چې له امله یې تر ۶۵ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیلو د بریدونو په وژل شویو کسانو کې د یوې کورنۍ د اوو ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان هم شامل دي.
د بښنې نړيوال سازمان وايي، د اسراييلو له خوا د کمال عدوان روغتون د رييس نيول په غزه کې د روغتيايي سکټور د ويجاړولو او د نسل وژنې د ارادې ښکارندويي کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مصر او قطر په هڅو په غزه کې د اوربند خبرې بیا په قطر کې پیل شوې دي.