خبرونهلوبې

 افغانستان زیمبابوې ته په دویمه ټیسټ لوبه کې ۲۷۸ منډې هدف وټاکه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ په دویمه ټیسټ لوبه کې افغانستان په دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو سره  درې سوه دري شپېته منډې جوړې کړې او کوربه لوبډلې ته یې ۲۷۸ منډې هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه رحمت شاه زرمتي یو سل او نهه دیرش، عصمت عالم یو سل او یو، راشد خان درویشت، شاهدالله کمال دوه ویشت او یمین احمدزي نولس منډې جوړې کړې.

د مهال د زیمبابوې لوبډله توپ وهنه کوي، چې تر اوسه یې درې لوبغاړي سوزیدلي او یو ۱۸۷ نورو منډو ته اړتیا لري.

زیمباوې له ځآن سره سبا ورځ هم لري او افغانستان د بریا لپاره اوه نورو لوبغاړو سوزولو ته اړتیا لري.