کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د جولاني تر رهبرۍ لاندې د سوریې د موقت حکومت پلاوي چې د بهرنیو چارو وزیر، د دفاع وزیر او د استخباراتو مشر په کې شامل وو، دوحې ته د خپل سفر په ترڅ کې د قطر له چارواکو سره وکتل.
د را پورونو له مخې؛ د جولاني تر کنټرول لاندې د سوریې د موقت حکومت پلاوي چې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني، د دفاع وزیر معارف ابو القصره او د استخباراتو رئیس انس الخطاب په کې شامل وو، قطر ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره لیدلي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د قطر لومړي او د بهرنیو چارو وزیر “محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني” د سوریې د لوړ پوړي پلاوي هرکلی کړی دی.
په دغه بیانیه کې راغلی دی، چې د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر په دغه کتنه کې د سوریې د بشپړتیا، ملی حاکمیت او خپلواکۍ څخه د دوحې په دریځ ټینګار کړی.
همدارنګه د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په دې کتنه کې د قطر لومړي وزیر له یاد پلاوي سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د سوریې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
د دې ترڅنګ د سوریې پلاوي د قطر د بهرنیو چارو وزیر سلاکار «محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي» سره هم وکتل او ورسره یې سلا مشورې وکړې.
له دې غونډې وروسته الخلیفي اعلان وکړ چې دوی د سوریې له پلاوي سره د سوریې د راتلونکي په جوړولو کې د همکارۍ په اړه خبرې اترې کړي.
د سوریې د مؤقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر الشیباني هم وویل: قطر زمونږ د ملت په ملاتړ کې مخکښ رول لوبولی دی او په سوریې کې د راتلونکې او سولې په رامینځته کولو کې به شریک وي.
هغه زیاته کړه، موږ د سوریې پر خلکو د اقتصادي بندیزونو د ننګونو په اړه دوحې ته خپلې اندېښنې مطرح کړې.
هغه زیاته کړه: نوې سوریه به له سیمې سره له ډیرو ښو اړیکو څخه ګټه پورته کړي. هغه اړیکې چې د سولې او ګډو ګټو لخوا اداره کیږي..
نوموړي زیاته کړه، یو ځل بیا د امریکا له متحدو ایالتونو څخه غوښتنه کوو چې د سوریې پر ولس لګول شوي بندیزونه لغوه کړي.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د سوریې اوسنۍ حاکمې ډلې یوه پلاوي له سعودي چارواکو سره ولیدل.