خبرونهنړۍ

د موساد مشر نن دوحې ته سفر کوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې په غزه کې د اوربند په موخه د خبرو اترو لپاره د موساد مشر نن دوحې ته سفر کوي.

د يادونې وړ ده، چې په غزه کې له پنځلسو مياشتو راهيسې جګړه روانه ده، چې په ترڅ کې يې د مصر، قطر او امريکا په منځګړتوب د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره څو ځلې خبرې اترې ترسره شوې.