افغانستانخبرونهلوبې

افغانستان  د ټیسټ لوبې ګټلو لپاره ۲ لوبغاړو سوزولو ته اړتیا لري

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې په پنځمه او وروستۍ ورځ افغانستان د بریا لپاره دوه لوبغاړو سوزولو او زمبابوې په ۲ لوبغاړو د ۷۳ منډو ترسره کولو ته اړتیا لري.

افغان لوبډلې پرون د زمبابوې ۸ لوبغاړي په ۲۰۵ منډو اوټ کړل.

زمبابوې د لوبې د ګټلو لپاره ۷۳ منډو ته اړتیا لري په داسې حال کې چې یوازې دوه لوبغاړي یې پاتې دي.

په دویمه ټیسټ لوبه کې افغان ټیم په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۷ او په دویمه کې ۳۶۳ منډې کړې وې.

زمبابوې بیا په اولنۍ پاڼۍ کې ۲۴۳ کړې وې او په دویمه کې د یکشنبې تر پایه ۲۰۵ منډې وکړې.

یکشنبه د افغانستان لپاره په بالنګ کې راشد خان د سیال ټيم شپږ لوبغاړي اوټ کړل. ورسره ضیاالرحمن اکبر دوه وېکټې واخیستې.

نن د دې ټیست لوبې په پنځمه ورځ زمبابوې په داسي حال کې بیټنګ یا توپ وهنه پیلوي چې په دوو لوبغاړو ۷۳ منډو ته اړتیا لري.