افغانستانخبرونه

ایراني چارواکي: د سمنان ولایت څخه به تر ۱۴۰۴ کاله پورې ټول افغان کډوال وویستل شي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

ایران د سمنان ولایت ځایي چارواکو خبرداری ورکړی چې له دغه ولایت څخه به د ۱۴۰۴ کال تر پایه ټول افغان کډوال وایستل شي.

سپوږمۍ راډیو د مهر خبري اژانس د تیرې ورځې را پور  چې د سمنان ولایت سیاسي او امنیتي مرستیال مهدي اقا براري د ادعا له قوله یې لیکلي، وایي،  پناه‌غوښتونکو په بېلابېلو برخو کې ستونزې راولاړې کړې دي.

دغه ایراني چارواکي ټينګار کړی چې د ناقانونه کډوالو حضور بېړنۍ پرېکړې ته اړتیا لري.

نوموړي په سمنان ولایت کې د املاکو سلاکارانو ته خبرداری ورکړی چې له کډوالو سره د همکارۍ حق نه لري او که همکاري وکړي په خبره یې، له پرېکنده چلن سره به مخامخ شي.

له دې سره هممهاله، پاکستان هم د افغان کډوالو نیولو او له هغه هېواده یې د شړلو لړۍ چټکه کړې ده. پاکستاني پولیسو په تېرو څو ورځو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کډوال نیولي دي.