کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
چارواکو ویلي، نن به یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا د کورمې سیمې لپاره د اړینو توکو بار کاروان د هنګو له لارې سیمې ته ولیږدول شي.
پولیس وایي، درمل، اوړه، خوراکي او نورو توکو څخه شاوخوا اتیا بار وړونکې موټرې به نن د هنګو له لارې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې کرمې ته ولیږدول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جنورۍ په ۴مه هم دغه کاروان کورمې ته د تګ پر مهال د بګن په سیمه کې تر برید لاندې راغی، چې له امله یې د مرستیال کمېشنر په ګډون ۶ تنه ټپيان شول.
ویل کیږي، د دغه برید په تړاو د پولیسو له لورې دوه تنه تر نیول کېدو وروسته نا څرګند ځای ته لیږدول شوي دي.