کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
چارواکي وایي، د بلوچستان په کوټه سیمه کې د امنیت تامین په موخه نن او سبا د دوو ورځو لپاره به هر ډول ټلیفوني او انټرنیټي خدمات بند وي.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، د موبايل او انټرنېټ خدمتونه چې د يکشنبې په شپه بند شوي وو، د جنورۍ پر اوومه به د شپې ١٢ بجې بېرته پرانېستل شي.
بلخوا د مولانا عبدالواسع په مشرۍ د جي یو ائی ډلې نن په ټول بلوچستان کې اعتراضونه پیل کوي او زیاته کړې، تر هغې چې ورته بشپړ حقوق ورنکړل شي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.