افغانستانخبرونه

په فاریاب کې واورې او توپان له امله دوه تنه کاریګر  مړه شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

چارواکي وایي، د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د واورې زیات اورښت او توپان له امله دوه تنه کاریګر مړه شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: دغه کسان د کوهستان ولسوالۍ په تربند ترکستان سیمه کې د زیاتې واورې او سخت توپان له امله مړه شوي دي.

دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي دغه کسان دکار په موخه  دکوهستان ولسوالۍ په لور روان وو چې د واورو او توپان له امله یې ژوند وبایله.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغو دوو تنو له ځان سره څلور سره څاروي هم درلودل، چې هغه هم مړه شوي دي.

د طالبانو امنیه قومانداني وایي، په مړو شویو کسانو کې  یې یو تن خدایداد د پښتون کوټ ولسواۍ د عرب اقصې د کلې اوسیدونکی دی، دغه راز د دویم کس هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی.